سپورت
کرکټ: شل اوریز نړیوال جام کې افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه
د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په لړ کې نن افغانستان له متحده عربي اماراتو سره لوبه وکړه. متحده عربي اماراتو د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې او ۱۶۱ یې هدف وټاکه. افغان لوبډلې ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف پوره او لوبه یې وګټله.له دې وړاندې افغان لوبډلې سویلي افریقا ته خپله لوبه بایللې وه.



