اصف ننګ: د امریکا د قدرت ستراتیژۍ «ترامپیزم» او روان جنګونه

د قومونو او قبایلو چارو وزرات پخواني مرستیال اصف ننګ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، هغه د تور مثلث Dark Triad له درې فلسفې اصولو سره سم، «ماکیاولیزم، نارسیزم او سایکوپتیزم» نړوال نظم باید مدیریت شي. دامریکا په روانو جګړو او د «نوی امریکا» د قدرت په سترتیژۍ کې دا درې اصول شدیداً محسوس دي، د دې اصولو او د ټرمپ د جهانبینۍ «دنیا لید» له مخې «قدرت» د سیاست اساس دی نه اخلاقیات! دی باور لري، چې ولسونه قدرتمنو رهبرانو ته واک سپاري نه شریفو ته! د ترمپ په تیورۍ کې د قدرت د دوام لپاره: له خپلو اشتباهاتو انکار، د دفاع په ځای یرغل، ځکه یی دفاع وزارت د جنګ په وزارت بدل کړ، د غلبې او بریا حس درلودل. د امریکا په ستراتیژۍ کې د فاعي حالت د زوال او محکومو دولتونو خاصیت دی نه د قدرتمنو. وایي بهترینه دفاع پر مقابل طرف یرغل او حمله ده! محکوم دولتونو معمولاً نورو ته سپیناوی ورکوي، دفاعي دریځ غوره کوي، د شرافت اکت کوي او د مظلومیت په ترحمي موقعیت کې وي، پداسې حال کې چې په نوی نړیوال نظم New World Order کې زور، زبردستي، زیرکي او د بریا حس چلیږي.
ټرمپ د امریکا د تیرو مشرانو په څېر ځان د نړیوال نظم، نړیوال عدالت او د برتره قدرت مالکان بولي. دوی حق لري چې د هرې جغرافیې په هکله فیصله وکړې، څوک باید ځواک ولري او څوک باید پدې نړیوال نظم کې محکوم وی.!؟
معنا دا چې:
۱ـ په فارس خلیج کې دا امریکا او اسرائیل وروستۍ جګړه نده، بل نوبت به د چا وی؟ خو ممکن همدلته په آسیا کې وی. د اټوم کمزوري خاوندان خو حتمن په لست کې دي.
۲ـ دفاعي دریځونه او دفاعي وسلې د رسم ګذشت لپاره زینتي وسایل دي نه وسلې، پر ایران یرغل هغه نندارتون دی چې ډیره زده کړه لري.
۳ـ د عسکرو جنګ او پر ټانکونو مصرف په درد نخوري. اما زموږ د جنګونو تحلیل:
۴ـ د پاکستان جنګ په لاهور او پنجاب کې لازم دی؛ ځکه چې پښتونخوا د لوی افغانستان برخه ده بل پر هوایی دفاع تمرکز لازم دی.
۵- قدرت د ډیر عزت رمز دی. پر محروم او وږي ملت توره نه کیږي او له محرومې او بې سوادې مور د وطن د باتور بچي تسلسل ناممکن دی، نوی کال ته او د جګړو تر بل نوبت به زموږ بدلونونه څه وی؟!!!



