اقتصادي خبرونه

افغانستان: د روژې میاشت په رارسېدو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوي

د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو اوسېدونکو واخان نېوز ته په را لیږلو پېغامونو کې ویلي، چې د روژې میاشت په رارسېدو سره هټیوالو د خوراکي توکو بیې لوړې کړي، خپلسري کوي؛ خو د ښاروالیو له لورې یې کنټرول نشته. دوي وایي، په نورو هېوادونو کې د روژې میاشتې په رارسېدو سره هټیوال د توکو بیې ښکته کوي؛ خو برعکس په افغانستان کې بیا دې میاشتې ته د ډېرې ګټې وټې په سترګه کتل کیږي او د خوراکي توکو بیې پکې لوړې شي. دوي پدې برخه کې هم هټیوال او هم د ښاروالیو مسوولین ګرم ګڼي، چې پر وخت د ورکړل شویو نرخنامو څخه څارنه نه کوي. بلخوا د طاـ لبانو د حکومت د ښاروالیو مسوولین وایي، د هغه هټیوالو سره به قانوني چلند وکړي، چې په خپل سر یې د توکو بیې لوړې کړي دي.  شنونکي وایي، له یوې خوا په هېواد کې بې کاري او بې وزلي ده او له بلې خوا د هټیوالو دغه ډول خپلسري د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button