افغانستاناقتصادي خبرونه

افغانستان: د ۴۴۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د کابل ـ بګرام سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

د طاـ لبانو د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه. ملا برادر په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، هڅه باید وکړو، چې په افغانستان کې د ابادۍ او امن د راوستلو له فرصت څخه ګټه واخلو او دا فرصت نورو ته په ګواښ بدل نشي. پدې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د کابل – بګرام سړک ۶.۲ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۵۰ متره سور لري، چې ۴۵۵ مېلیون افغانیو په لګښت به جوړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button