افغانستان

امیر خان متقي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال سره د مخه ښې لیدنه کړې

‏د طاـ لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې مرستیال اندریکا رټواټې  سره د مخه ښې لیدنه کړې ده. پدې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت سرپرسته او د سیاسي څانګې مشره جورجټ ګانیون او ورسره مل پلاوي هم ګډون درلود.  متقي په افغانستان کې د یوناما د بشري امورو د همغږي کوونکي په صفت د اندریکا د رول ستاینه وکړه او په راتلونکي ماموریت کې یې ورته د بریا هیله څرګنده کړه. اندریکا ویلي، په افغانستان کې یې خپل ماموریت له ښو تجربو او خاطرو ډک دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button