افغانستان

انوارالحق احدي: امو ټلویزیون زما له خبرو سویې استفاده کړې

د افغان ملت ګوند پخواني رییس او د جمهوري دولت د کابینې غړي انورالحق احدي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، څو ورځې وړاندې یې د امو په نوم له ټلویزیون سره د افغان ملتپالنې تر عنوان لاندې مرکه کړې وه، چې په وینایې له ۹۰ دقیقو مرکې څخه یې یوه یا دوه جملې راخیستي او یو ډول یې دی په قومپرستی تورن کړی.نوموړي دا کار د رسنیو د قانون خلاف عمل ګڼلی او پر افغانانو یې غږ کړی، چې دغه ډول کړنې په قصدي ډول د خلکو د ذهنونو د خرابولو لپاره کیږي.احدي ویلي، پر افغانیت او په افغانستان کې ټولو قومونو ته پر مساوي حقونو ورکولو باور لري.احدي زیاته کړې، د خپرونې د چلونکي بې ځایه استدلالونه د دې لامل شوي، چې د افغانانو ذهنونه د ده د خبرو په اړه منحرف کړي.نوموړي د رسنیو دغه ډول کړنه یو له حقیقت لرې استبداد ګڼلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button