افغانستان

بهرنیو چاروزارت: متقي د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر ته د پاکستان روستیو بریدونو په اړه شکایت کړی

پدې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پاکستان له خوا د وروستیو هوايي بريدونو په هکله چې پکې ملکي وګړي شهیـ یدان او ټپیان شوي، د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د سرمنشي مرستیالې ډیکارلو سره تلفوني خبرو کې شکایت کړی او ویلي یې دي، دغه ډول بریدونه پر افغانستان د پاکستان له لورې لګول شوي تورونه بې بنسټه ثابتوي. متقي ویلي،‏ په افغانستان کې وسلوالي ډلې شتون نه لري او د کور دپلوماتيک په شمول ټول اړخونه کولای شي، چې د وروستي هوايي بريد ځای ته ورشي او وضيعت له نږدې وارزوي. ډيکارلو په وروستي بريد کې د ملکي تلفاتو په اړه خواشیني ښکاره کړې او ویلې یې دي د هوايي بريدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هیوادونو او ټولو اړخونو سره راپورته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button