نړیوال خبرونه

ترکیه: ټرمپ د ایران په اړه اردغان سره په خبرو اترو سلا شوی

ترکي رسنۍ خبر ورکوي، چې د دې هېواد ولسمشر رجب طیب اردغان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تلفوني خبرو کې وړاندیز کړی، چې د ایران د کړکیچ ختمولو لپاره دې، د ترکیې، ایران او امریکا ترمنځ درې اړخیزه سرمشریزه جوړه شي، ترڅو په ستونزو د حل لپاره بحث وشي.اردغان ویلي، دې وړاندیز ته یې ټرمپ مثبت ځواب ویلی، خو نه یې دي ویلي، چې ایراني چارواکو سره یې پدې اړه خبرې کړي کنه او نه.د یادونې وړ ده، پرون د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، که امریکا زور پریږدي؛ نو خبرو اترو ته ورسره تیار دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button