افغانستان

جمالدین بدر: نورستان کې د لارو بندېدو له امله خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

د نورستان پخواني والي جمالدین بدر بیا واخان نیوز سره په خبرو کې وویل، د یادې لارې د بنیدو له امله خلک د خوراکي توکو د سخت کمښت سره مخ دي. نوموړي وویل، کومه لار چې طاـ لبان یې د جوړولو خبره کوي، هغه او بنده کړل شوې لار سره بېلې دي. نوموړي په ورته وخت کې وویل، که هلته ولسي خلکو ته د هوا له لارې خوراکي مرستې ونه رسیږي، انساني ناورین به رامنځته شي. د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم واخان نیوز سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستاني پوځ له لورې په عامو خلکو د بریدونو وروسته یې، د کونړ نورستان لار د تګ راتګ لپاره بنده کړې او پر لارویانو ډزې کوي، چې له امله یې ولسي خلک سخت زیانمن شوي دي. صمیم هغه اوازې هم رد کړې، چې پاکستان دې په نورستان کې ځیني سیمي نیولي وي. د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ضیا الرحمن سپین غر واخان نیوز سره په خبرو کې وویل، د جګړې د پیل نه تر دې مهاله پاکستاني پوځ ولسي خلکو ته د زیان اړولو لپاره دغه لار بنده کړې او چا ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. پدې اړه پام وکړئ د نورستان د پخواني والي حمالدین بدر بشپړو معلوماتو ته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button