افغانستانټولنه

حامد کرزی: د یوې ټولنې په پرمختګ کې د انجونو زده کړې اړینې دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د فبرورۍ ۱۱ نېټه د « ښځو او انجونو ته د علم لاسرسي نړیوالې ورځې » په تړاو ویلي، که پرمختللې ټولنه غواړو؛ نو د انجونو پر وړاندې د زده کړو بندې دروازې باید خلاصې شي. کرزي ویلي، په بېلا بېلو برخو کې د بشري ټولنې په وده او پرمختګ کې د ښځو او انجونو رول لوبول اړین دي او دا یواځې هغه وخت ممکن وي، چې ښځې او انجونې علم ته لاسرسی ولري.  نوموړي په افغانستان کې د انجونو د زده کړو په پیل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، که پرمختللې ټولنه غواړو؛ نو د انجونو پر وړاندې دې د ښوونځیو دروازې خلاصې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button