افغانستان
حمد الله فطرت: پاکستاني پوځي رژیم د هوان په مرمۍ کونړ کې یو ملکي کس شهیـ کړی او یوه میرمن ټپي ده

د طاـ لبانو د ویاند مرستیال حمد الله فطرت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د اختر په څلورمه ورځ د پاکستان یرغلګر پوځ د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ په شانپټ سیمه کې د ملکي وګړو په کورونو د هوان مرمۍ توغولي، چې په پایله کې یې یو ملکي وګړی شهیـ د شوی او یوه میرمن ټپي ده. د یادونې وړ ده، چې همدا نن د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم پاکستاني یرغلګر پوځ د ولسي وګړو په موټر ډزې کړي، چې مرګ ژوبله نلري.



