نړیوال خبرونه
هاکان فیدان: په ایران اوسني بریدونه غیرې عادلانه او غیرې قانوني دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، دا په څرګنده ډول وایم، چې پر ایران برید، پرته له کوم پاروونکي عمل څخه، غیر عادلانه او غیرقانوني دی. نوموړي په ورته وخت کې ویلي، د سیمې په نورو هیوادونو – په ځانګړي توګه پر خلیج هیوادونو د ایران بریدونه پرته له کوم پاروونکي عمل څخه په مساوي ډول غلط دي. فیدان زیاته کړې، په ټولیز ډول، دا وضعیت په بنسټیز ډول غلط دی او دا باید ژر تر ژره ودرول شي او په خبره یې د جنګ پر ځای دې د سولې تڼۍ کېکاږل شي.



