افغانستان
د پاکستان پوځ: افغان طاـ لبان دې پر موږ د کېدونکو برېدونو مخه ونیسي

مستعمره پښتونخوا په بنو کې پر پاکستاني پوځیانو په برید کې چې یو جیګپوړی نظامي کرنیل شهزاد ګل فراز پکې د خپلو درې ملګرو سره ووژـل شوو د پاکستان سخته غوسه راپارولې ده. د پاکستان فوځ مشرانو یو ځل بیا ویلي، فغان طاـلبان ندې توانېدلي، چې په مستعمره پښتونخوا کې د دوي پر پوځیانو د برید مخه ونیسي او په خبره یې دوي باید د پاکستان پر وړاندې د پاکستاني طاـ لبانو د فعالیتونو مخه ونیسي. دوي په ورته وخت کې ویلي، پاکستاني طاـ لبان افغانستان کې پټنځایونه لري او هلته یې د غچ اخېستلو ګوتڅنډنه هم کړې ده. ها خوا بیا افغان طاـ لبانو تل د پاکستاني حکومت او پوځ دغه دعوې رد کړي او ټي ـ ټي ـ پي د پاکستان خپل داخلي مشکل یاد کړی دی.



