افغانستان
رحمت الله نبیل: طاـ لبانو د انجونو د ښوونځیو په تړلو افغانستان تیارې خواته روان کړی

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، د طاـ لبانو له لوري د ښوونځیو تړل یوازې د زدهکړې دروازې نه؛ بلکې ورسره یې د افغانستان د راتلونکي دروازې هم تړلي دي. نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، هغه راتلونکی چې باید د پوهې، پوهاوي او هیلو پر بنسټ جوړ شي، اوس له ګواښ سره مخ دی. د ده په وینا، دا اقدام یوازې یوه سیاسي او دیني پرېکړه نه ده؛ بلکې د یو ملت له برخلیک سره ښکاره دښمني بلل کېږي. هغه خبرداری ورکړی، چې کله جهالت ته د تقدس رنګ ورکړل شي؛ نو تیاره حاکمېږي او ټولنه له پرمختګه پاتې کېږي. نبیل د طـ لبانو کړنې د داسې ځواک په توګه یادې کړې، چې افغانستان یې له رڼا څخه تیارو ته ټېل وهلی دی. هغه ټینګار کړی، چې هېڅ تیاره تلپاتې نه وي او بالاخره رڼا خپله لاره مومي.



