افغانستان

افغان ملت ګوند: د پاکستان جوړښت، سياستونه او کړنې په واقعيت کې د اسراييلو له ظالمانه کړنو سره هيڅ توپير نه لري

پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم د تیرې شپې بریدونو ته، چې پکې ملکي وګړي شهـ یدان او ټپیان شول، افغان ملت ګوند سخت غبرګون ښودلی دی. د یاد ګوند څخه واخان نیوز ته په رالیږل شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان ازلي دښمن او په سيمه کې د اسراييلو يوازېنی متحد او هم شکله هېواد « پاکستان» د افغانستان پر مقدسې خاورې يو ځل بيا وحشيانه بریدونه کړي او دا بریدونه د ګڼو ملکي خلکو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.د پاکستان جوړښت، سياستونه او کړنې په واقعيت کې د اسراييلو له ظالمانه کړنو سره هيڅ توپير نه لري. اعلامیه د افغان ملت ګوند د رییس ستانه ګل شیرزاد له قوله لیکل شوي، زه د افغان ملت ګوند په استازیتوب دا بریدونه په کلکو ټکو غندم او له ټولو افغانانو او نړيوالو یې پر وړاندې د درېدو غوښتنه کوم.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button