نړیوال خبرونه
رندهر جایسوال: که د ډهلي په برید کې ایران لاس ولري سخت ځواب به ورکړي

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهر جایسوال وایي، پر هندوستان شوی برید به بې ځوابه پرې نږدې. نوموړی وایي:”هیڅ شک نشته چې لومړی به هند دا تایید کړي، چې ایا ایران په دې بریدونو کې لاس لري او که تایید شي، ایران به د پاکستان په پرتله سخت ځواب ترلاسه کړي.” د یادونې وړ ده، چې د هندوستان په مرکز ډهلي کې د هند او اسرایلو د ډرون جوړولو په یو مرکز برید شوی، چې تراوسه د برید څرنګوالی ندی معلوم؛ خو ویل کیږي تر ۵۰ زیات هندي او اسرایلي کارکونکي پکې وژـ ل شوي دي. ایران هم تراوسه پدې اړه رسمي څه ندي ویلي.


