سمه ییز خبرونه
زرداري: ما ۱۴ کاله بند تیر کړی، دومره چغې مې ندي وهلي لکه عمران خان یې چې یو نیم کال کې وهي

د پاکستان ولسمشر اصف زرداري په عمران خان سختې نیوکي کړي دي. نوموړي ویلي، ما ۱۴ کاله بند تیر کړی، کله مې چې په لومړي ځل خپل اولادونه ولیدل، ډېر غټ شوي و، د عمران خان یونیم کال وشو، دومره چغې وهي، کله وایي، زامنو سره د لیدلو وخت نه راکول کیږي، کله وایي، ناروغ یم، کله وایي، ډوډۍ مې سمه نده. نوموړي په ورته وخت کې له عمران خان څخه غوښتنه کړې، چې زغم دې ولري او د زندان دومره دې په ارامۍ سره تیره کړي.



