نړیوال خبرونه
زلینسکي: روسیې ته د ایران له خوا په ورکړل شویو ډرونونو د اوکراینیانو ژوند اخېستل کیږي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې اوکراین له ایران سره ګډه پوله نه لري او د تهران له رژیم سره یې هېڅکله د ګټو ټکر نه دی لرلی؛ خو د ایران له لوري روسیې ته ورکړل شوې بېپیلوټه الوتکې د اوکراینیانو پر ضد کارول کېږي.زیلینسکي میونیخ امنیتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې د ایران جوړ شاهد ډرونونه د روسیې لخوا د یوکراین پر ملکي وګړو کارول کېږي.هغه وویل، د دغو بریدونو له امله د اوکراین خلک زیانمن شوي او مهم تاسیسات له منځه تللي دي.د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، چې د ایران اوسنی رژیم کولی شي راتلونکي کې لدې ستر ګواښونه او زیانونه رامنځته کړي، چې انساني تاریخ کې به یې ساری نه لیدل کیږي.


