نړیوال خبرونه
سرګي لاوروف: امریکا او اسرایل د ایران په جګړه کې د اور سره لوبه کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، امریکا او اسرایل په سیمه کې د تشدد د زیاتېدو لپاره په هڅه کې دي او د دوي دا کار د اور سره لوبه ده.نوموړي د اسرایلو پر لومړي وزیر بن یمین نتن یاهو او ډونالډ ټرم سختې نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده، هیڅوک پر ایران د برید ملاتړ نه کوي، د خبرو اترو پلوي کوي؛ خو امریکا او اسرایل له یوه خوا د خبرو اترو وړاندیز کوي او له بلې خوا ګوتڅنډنې کوي، چې دا چاره د نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښولی شي.


