سمه ییز خبرونه
سهیل اپریدی: پاکستانی پوځي رژیم د امریکا غلام دی

د مستعمره پښتونخوا عالی وزیر سهیل اپریدي دا څرګندونې کويټه ښار کې د یوې غونډې پر مهال کړې دي. سهېل افریدي ویلي چې د پاکستان ولس د امریکا لاسپوڅی حکومت نه مني او د داسې نظام پر ضد خپل غږ پورته کوي. نوموړي په ورته وخت کې ویلي، که د افغانستان په اړه د دوي په غلطو او دښمنانه پالیسو نیوکه وکړې وایي، به افغانستان ته لاړ شئ، که د ایران په اړه پر پټو معاملو یې نیوکه وکړې وایي به ایران ته لاړ شئ. نوموړي عاصم منیر ته په خطاب کې وویل، دا پاکستان ستا د پلار ندی او په خبره یې دا د دوي دی. شنونکي وایي، چې د پاکستان پوځ په مستعمره پښتونخوا کې پښتانه او بلوڅ د خپلو حقونو غوښتلو ته نه پریږدي او هره ورځ پرې تشدد کوي، چې د پاکستان پوځ یې په کور دننه او بهر د سختو نیوکو لاندې راوستی دی.



