سمه ییز خبرونه
شهباز شریف: پر سعودي عربستان د هر برید په مقابل کې ورسره کلک ولاړ یوو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې خبرې کړي او د ایران له لورې پر یاد هېواد د بریدونو په اړه یې خواخوږي ورسره شریکه کړې ده. نوموړي ویلي، پر سعودي د هر برید په مقابل کې له سعودي سره کلک ولاړ دي او که اړتیا شوه مقابل عمل به هم وکړي. شنونکي وایي، که پاکستان رښتیا له سعودي عربستان سره ودریږي؛ نو ایران به یې هدف وګرځوي. دوي وایي، له سعودي عربستان د پاکستان دفاع یوازې تر خبرو ده او د ایران له ډاره دا دفاع نشي کولی.



