نړیوال خبرونه
هند: نریندرا مودي د قزاقستان لومړي وزیر سره د اړیکو په پراختیا خبرې کړي

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د قزاقستان لومړي وزیر اولزاس بیکټینوف سره یې لیدلي دي. مودي ویلي، بیکټینوف سفر به د هند او قزاقستان ستراتیژیکه ملګرتیا نوره هم ژوره کړي او د سوداګرۍ، انرژۍ، مهمو منرالونو، نادره ځمکو، دفاع، اتصال او ټکنالوژۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره به پراخه فرصتونه رامنځته کړي.


