ځانګړي راپورونه

عبدالسلام ضعیف: د ټرمپ هڅې د سولې لپاره نه؛ بلکې د اسرایلو د بقا لپاره دي

پاکستان کې د طاـ لبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې او کوښښونه په منځني ختیځ کې د اسراییل د پیاوړتیا، بقا او د مالي ګټو د راټولولو لپاره دي، نه د رښتینې سولې لپاره.ضعیف وایي، ټرمپ د سولې تر نامه لاندې هڅه کوي د فلسطیني مقاومت غورځنګ حماس بې‌ وسلې کړي، څو د اسراییلو امنیت او ګټې خوندي شي.د هغه په وینا، دا ډول تګلاره د عادلانه سولې پر ځای د اشغال د دوام سبب ګرځي.نوموړي زیاته کړې، ټرمپ غواړي ځینې اسلامي هېوادونه د اسلام تر نامه لاندې دې ته وهڅوي، چې د اسراییلو ملاتړ وکړي، حال دا چې دا کار د فلسطین د ولس له حقونو، او قربانیو سره ښکاره جفا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button