افغانستان
کابل: طاـ لبانو درې پاکستاني سرتېري خوشې کړل

طاـ لبانو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت درې پاکستاني سرتېري خوشې کړي دي.
د راپورونو له مخې، دغه سرتېري د ۲۰۲۵ م کال د اکتوبر په میاشت کې نیول شوي وو. طاـ لب چارواکي وایي، چې یاد کسان د سعودي عربستان په غوښتنه او په کابل کې د ترسره شویو خبرو اترو وروسته د روژې د مبارکې میاشتې په درناوي خوشې شوي دي.



