عصمت قانع: له روا او مشروع افغاني هويت څخه دفاع فاشیزم ندی

لیکوال او سیاسي شنونکي عصمت قانع لیکلي: ته د خپلې ژبې د تعميم او عموميت حق نه لري، که دې د دې حق غوښتنه وکړه فاشيست يې.امريکا چې پنجشير ته له ډالرو پوره ماموره هيلي کوپترې را الوزوي دا اقدام يې ازادي بخش دی؛ خو چې د طاـ لب تر حاکميت لاندې ډالري کڅوړې مصرفوي استعمار پشتون محور است.پاکستان چې د احمد شاه مسعود په مخالفت کې پراکسيان تربيه کول مداخله ګر وو؛ خو اوس چې د طاـ لب پرضد پراکسيانو ته شين چراغ بلوي، با کشور ما همسايه یی نيک است.ترورـ يستان چې د پښتنو قبايلو په اوږده پټۍ کې پنځه زره تنه قومي مشران وژني پروا نه لري، ترورـ ستان نه دي؛ خو که يې په بغلان کې يو کس ووژـ لو تصفيه یی قومي ميکند.دا اودې ته ورته ادعاوي د ځینو رسنیو خپرنيزي ايجنډا وې دي، چې مطلق د افغانستان او افغاني ارزښتونو په خلاف جوړې شوي دي.قانع زیاتوي، دا ډول تبليغات استخباراتي لوډسپيکرونو هغه غال مغال دی، چې په افغانستان کې د ثبات له مينځه وړلو لپاره کيږي؛ خو د افغانستان هر وګړی ژوند غواړي او ژوند ته ثبات، امن او ثبات او امن ته يو اساسي قانون او اجتماعي قرار داد ضروري دی.


