سمه ییز خبرونه
د بېبو بلوڅ خور: په زندان کې یې له خور بېبو بلوڅ او ماه رنګ بلوڅ سره غیرې انساني چلند روان دی

دا په چغو چغو ژړېدونکي د بلوڅو حقونو فعالې د بېبو بلوڅ خور ده او وایي، په زندان کې یې د خور او ماه رنګ بلوڅ سره د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف د پاکستاني پوځ او استخباراتو له لورې چلند کیږي.زنوموړې پر ټولو بلوڅو ښځو غږ کوي، چې یو شي او د خپلو زنداني مبارزو مېرمنو د خلاصون لپاره لاریونونه وکړي. بېبو بلوڅ او د بلوڅ ژغورنې غورځنګ مشره ډاکټر ماهرنګ بلوڅ شاوخوا یو کال وشو، چې د خپلو حقونو د غوښتنې په جرم په پاکستاني زندانونو کې د سختو فشارونو او شکنجو لاندې ساتل کیږي.



