نړیوال خبرونه
فرانسه: اروپایي هېوادونو ته د تعرفو په ګواښ کې به امریکا ډېر څه د لاسه ورکړي


د فرانسې د کرنې وزیرې اني جینیوارد د ترمپ د هغه ګواښ په ځواب کې چې ویلي یې و، هر هغه هېواد چې د ګرینلینډ په موضوع کې د ده د پرېکړې په مخالفت کې ودریږي؛ نو تعرفې به پرې ولګوي ویلي، که ټرمپ اروپایي هېوادونو ته د تعرفو لګولو ګواښ کوي، نو پوه دې شي، چې امریکا به هم ډېر څه د لاسه ورکړي.اني جینیوارد پدې اړه نور څه ونه ویل، چې امریکا به څه د لاسه ورکړي.د یادونې وړ ده، چې د ګرینلینډ په تړاو د امریکا او اروپایي هېوادونو اړیکي ترینګلې شوي دي.


