سمه ییز خبرونه
شاهین سهبای: د پاکستان پوځ ګڼ شمېر افسرانو استعفاوې ورکړي

پاکستانی لیکوال او شنونکی شاهین سهبای وایي، چې پاکستان د پوځ مرکز جي ایچ کیو ته له بېلا بېلا څانګو د پوځي افسرانو له خوا استعفاوې وړاندې شوي دي. د نوموړي په وېنا دې افسرانو کې د پوځ د کپتان، مېجر، لفټننټ کرنل او کرنل تر رتبې پورې کسان شامل دي. نوموړی زیاتوي د هوايي ځواک ځینې افسران او سکواډرن لیډرانو هم استعفاوې ورکړي دي. د سهبای په وېنا د افسرانو د استعفاو لامل د عاصم منیر د ویجاړونکو پالیسیو له امله دی. هغه وایي پاکستان پوځ مشران په یوه او بله بهانه د یادو افسرانو استعفاوې ځنډوي، او د یوې نوې جګړې په لټه کې دي، ترڅو دغه افسران قانع کړي چې پاکستان له سختو حلاتو سره مخ دی



