اقتصادي خبرونه
ملي تدارکاتو کمېسیون: د شاوخوا ۱۰.۲ مېلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظور شوې

د طاـ لبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، له بحث وروسته د ۱۰.۲ مېلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوې. په منظور شویو او تعدیل شويو پروژو کې د قوشتیپې کانال دویم فاز، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول، د فراه ولایت د مرکز اړوند د مسافرینو او باروړونکو موټرونو د ترمینل جوړول، د سمنګان ولایت د ایبک څخه روی دو آب پورې د ۲۰ کیلومتره سړک جوړول، د بدخشان ولایت په یاوان، د پکتیا ولایت په ډنډپټان او د هرات ولایت په ګلران ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.



