سمه ییز خبرونه
بلوچستان: په کیچ ولسوالۍ د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي

ویل کیږي وسله والو کسانو لومړی د ملک عبدالحمید په یوه کور د هاوان ګولۍ وویشتله او سم لاسي یې ډزې پیل کړي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي او ۳ نور تپیان شوي دي. ملک عبدالحمید په یاده سیمه کې د پاکستان د حکومت کلک ملاتړی بلل کېده. تراوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه ندی اخیستی.



