ځانګړي راپورونه
مجید قرار: په قومونو د افغانستان ویش جنایت دی


لیکوال او سیاسي فعال مجید قرار لیکلي، هر هغه څوک چې په شعوري او یا غیرې شعوري ډول کوشش کوي، چې افغانستان په قومي ګټو وویشي او د ملي فکر پر ځای قومي مسلو ته لمن وهي، دا جنایت دی.پدې وروستیو کې ځیني کړۍ او رسنۍ غواړي په لوی لاس په افغانستان کې د قومونو ترمنځ ناندرۍ راپورته کړي، چې د ولس او ټولنیزو رسنیو د کار کوونکو سخت غبرګونونه یې راپارولي دي.دوي وایي، اوس وخت کې د شخصي او قومي ګټو پر ځای د ملي ګټو د ساتنې وخت او هر هغه څوک چې قومي، سمتي او شخصي ګټې پالي، باید مخه یې ونیول شي.


