سمه ییز خبرونه

محمد حلیم فدایي: امریکا د ایران له نظام یا اپوزیسیون سره د ډیل په لټه کې ده

د جمهوري دولت د لوګر پخواني والي محمد حلیم فدایي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، دا چې د امریکا ستراتیژي په سیمه کې څه ده، په ځانګړي ډول د ایران په اړه چې ایا پرې به برید وشي او که نه، بېلابېل احتمالات شته. امرېکا له ایراني رژیم او یا له بدیل نظام سره یوازې د ډېل په لټه کې دی، که خامنه ای او یا رضا پهلوی هر یوه ښه ډیل وکړ، د هماغې ملاتړ به کوي. ایراني ولس له خپل رژیم څخه تر پوزې راغلی دی؛ خو یو څه څرګند دي چې د امریکا مداخلې او خوځښتونو د ایراني ولس مبارزه سسته او له شکونو سره مخ کړېده. کټ مټ لکه څنګه چې ځینو مېرمنو او نړیوالو بنسټونو د بشري حقونو په اړه له افغاني واقعیتونو او ارزښتونو لرې ملاتړ کړی او د افغان مېرمنو او د نجونو د تعلیم په اړه یې تصور ناسم انځور کړی دی. ډېری وخت د ځینو هېوادونو، بنسټونو او اشخاصو ملاتړ د ګټې پر ځای لوی تاوان اړولی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button