افغانستان

مستعمره پښتونخوا: حیات اباد ته نږدې سیمو کې د پاکستاني طاـ لبانو نوې نشر شوې ویډیو هلته وېره خپره کړې

د سیمي اوسېدونکي وایي، کله چې د پېښور حیات اباد سیمه کې پاکستاني طاـ لبانو پر عمومي سړک پلټنې پیل کړې او ویډیو یې په خواله رسنیو کې نشر شوه، د سیمي خلک، امنیتي او حکومتي مامورین یې سخت ډار کړي دي. ها خوا ایمل ولي خان هم هلته د وسله والو ښکاره ګرځېدل د اندېښنې وړ بللي او په غبرګون کې یې ویلي، د پاکستان پوځ له فرضي کرښې ها غاړه د طاـ لبانو د ځپلو خبره کوله؛ خو هغوي تر پېښور راورسېدل. له دې وړاندې مولانا فضل الرحمن ویلي و، چې په پښتونخوا کې امنیت دومره خراب دی، چې د لمر پرېوتو سره نه خلک له کورونو راوځي او نه د پولیسو پوستو کې څوک وي او قلفونه یې ور اچولي وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button