افغانستان
مستعمره پښتونخوا: پاکستانی پوځ د ولسي خلکو کورونه په زور نیسي او د سنګر په توګه یې کاروي


پاکستانی پوځ د ولسي خلکو کورونه په زور نیسي او د سنګر په توګه یې کارويد مستعمره پښتونخوا وزیرستان او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي وایي، چې پاکستانی پوځ د دوی کورونه په زور نیسي او د پوځي موخو لپاره ترې استفاده کوي، چې له امله یې عامو خلکو ته مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوړي.د سیمي د اوسېدونکو په وینا، پوځیان د خلکو کورونو ته بې له اجازې ننوځي او دغه کورونه د عملیاتو پر مهال د پوځي مورچلونو او ډال په توګه کاروي. ځایي خلک وایي، پوځ ورته ویلي چې دوی اړ نه دي له ولس څخه اجازه واخلي.د سیمي یو شمېر اوسېدونکي زیاتوي، د پوځ د دې کړنو له امله ملکي وګړي د بریدونو او ناامنۍ له جدي ګواښ سره مخ شوي، ښځې، ماشومان او زاړه خلک تر ټولو ډېر زیانمن کېږي.



