ځانګړي راپورونه
نجیب ننګیال: د طالبانو له خوا د جزا اصولنامه مطلق استبدادي کړنه ده


لیکوال او سیاسي شنونکي نجیب ننګیال د طالبانو نوې جزایي اصولنامې ته په غبر ګون کې لیکلي:حجة الوداع شايد د بشري حقونو لومړی چارټر وي، چې د ټول انسانيت د حقونو لپاره واورول شو او ټول انسانان په درناوي د يو بل برابر وبلل شو.و یې فرمايل: «ای خلکو! ستاسو رب یو دی، او ستاسو پلار یو دی، هیڅ عرب پر عجم برتري نه لري، او نه عجم پر عرب، نه سپین پر تور برتري لري او نه تور پر سپین، مګر یوازې په تقویٰ سره.»جزايي اصولنامه د دې خطبې سل سلنه تصادم دی او ښکاره استبداد دی. انسانان په لوړه او ټيټه طبقه وېشل په نورو مذاهبو کې شته؛ خو د اسلام اخلاقي برتري په همدې کې ده چې دلتهانسانان ټول يو برابر دي.بهتر هغوی دي چې نېک اعمال کوي او له خدايه ډارېږي او دا د بهترۍ فيصله به هم خدای کوي، انسانان د چا په اړه دا قضاوت هم نشي کولی.


