سمه ییز خبرونه
مسعود پزشکیان: ایران په خپلو ۶ زره کلن تاریخ کې څو ځله وران شوی خو مات شوی ندی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په خپله ایکس پاڼه لیکلي، ایران ۶ زره کاله تمدن او تاریخ لري، پدې موده کې څو ځله د ایران د ماتولو هڅه شوې ده، ایران وران شوی دی؛ خو مات شوی ندی. نوموړي ویلي، امریکا او اسرایل نشي کولی ایران مات کړي؛ بلکې دوي به پکې ماتیږي. پزشکیان په ورته وخت کې ویلي، د ایران د خوندیتوب لپاره به هر هغه څه وکړي چې اړتیا یې ولیدل شي. د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، د ایران سره جګړه به ژر پایې ته ورسیږي؛ خو ایراني چارواکي وایي، تر هغې به جګړه روانه وي، چې ایران نه وي بریالی شوی.



