نړیوال خبرونه
مصر: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان قاهرې ته رسېدلی


له سعودي عربستان وروسته د ترکیه ولسمشر رجب طیب اردغان د مصر پلازمېنې قاهرې ته رسېدلی او هلته ورته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي له خوا هرکلی شوی دی.د سیمي هېوادونو ته د اردغان د سفر موخه په سیمه کې د روان وضعیت او ستونزو په تړاو بحثونه او د ایران د کړکیچ حل لپاره د ګټورو ګامونو اخېستل دي.سعودي عربستان ته د اردغان د سفر پر مهال دواړو خواوو ویلي، چې ګټور او هیله بښوونکي موضوعات یې شریک کړي او پدې برخه کې یې د ګډ کار ژمنې سره کړي دي.دا چې د سیمي هېوادونو ته به د اردغان سفر څومره د ستونزو د حل په برخه کې ګټور تمام شي، وخت به یې معلومه کړي.


