افغانستان
ملي دفاع وزارت: د پاکستان راولپنډۍ نورخان اډه، بلوچستان مستعمره پښتونخوا او کوټه کې نظامي اهداف په نښه کړي

په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، هوایي ځواکونو یې په ټولو ځایونو کې یې دقیق اهداف په نښه کړي دي. دفاع وزارت ویلي، یاد هوايي ګوزارونه بیا هم د پاکستان د پوځ د هغو هوايي تجاوزونو په غبرګون کې وشول، چې تېره شپه او نن ورځ یې په کابل، بګرام او ځینو نورو سیمو کې کړي و.



