نجیب ننګیال: د پاکستان پوځ د ملکي کسانو د هدف ګرځولو له امله له کورنۍ او نړیوالې رسوایې سره مخ دی

په کور دننه د پاکستان په پوځ زياتېدونکی فشار او د نړېوالو رسنيو او نړېوالو سازمانونو لخوا د ملکي تلفاتو له امله اعتراضونه د پاکستان پوځ خلاف هغه څه دي، چې د جګړې مورال او روايت یې سخت زيانمنوي. پاکستانيانو په ټويټر بد حال راخيستی. په پوځ اعتراضونه کوي چې ډرونونه څنګه راغلل؟ يو اټومي قوت ولې نشي کولی چې مخه یې ونيسي. اسلام اباد مهم ښار دی چې نړېوالې استازولۍ، سفارتونه، انجيوګانې، د نړېوالو شرکتونو دفترونه او کابو ټول مهم چارواکي او د هغوی کورنۍ پکې اوسېږي. په همدې ډول هيڅ نړېواله رسنۍ او بنسټ نه دی پاتې چې د پاکستان ظالمانه تېری یې نه وي غندلی او ملکي تلفاتو ته یې اشاره نه وي کړې. دا د پاکستان نړېوال امېج ډېر خرابوي او تېری کوونکی، ظالم یې معرفي کوي. د افغانانو د مظلوميت قضيه اوس ډېره ښکاره ده. په دې ټوله چاره کې بهرمېشتو افغانانو او ملي رسنيو ډېر کار وکړ. د دوی ټولو یې کور ودان. زمونږ هيله ده چې ځينې هغه ملګري چې د وضعيت څخه یې درک د مختلفو عواملو له امله ناسم دی، بايد ملي دريځ ونيسي او د خپل ملت د مظلوميت داستان په ټول اتحاد وړاندې کړي. پاکستان تجاوز کړی او هره ورځ ظلم کوي، بېګناه افغانان وژني، بس. په دې کې نور سوالونه را پورته کول د دښمن په ژرنده اوبه ور خوشې کول دي او وطن ته په تعهد یې شکونه پېدا کېدای شي. مونږ په اقتدار کې يو، که نه يو، خو د افغانستان ګټې، د ملي حريم ننګه یې، د خلکو ژوند یې، ثبات او سوکالي یې زمونږ يوازينی هدف دی.



