افغانستان
نجیب ننګیال: په کابل حاکمانو لاهم د انجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي

لیکوال او شنونکي نجیب ننګیال په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، سږ بيا د ښوونځيو د پرانستو خبر نشته. پوهنتونونه همداسې. حاکمان فکر کوي چې د ولس غوښتنې به له پامه وغورځوي، دوی په زور راغلي نو په زور به پاتې وي؛ خو خبر نه دي چې د سيمې او نړۍ سياست په چټکۍ د تغير په حال کې دی. دا هر څه په افغانستان تاثير لري او د حاکم رژيم اسيب پذېري ډېروي. داسې د قوت ټکی نه ليدل کېږي چې حاکمان پرې وپايي، مګر که د ولس ملاتړ او مشروعيت یې خپل کړ. له دې پرته د دوی د پايښت او ثبات لپاره بله هيڅ لاره نشته.



