کرکټ: افغان کرکټ لوبډلې سویلي افریقا ته په دویم سوپر اور کې لوبه وبایلله

د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل اوریزه نړیوالو لوبو په لړۍ کې افغانستان له سویلي افریقا سره خپله دویمه لوبه ترسره کړه. سویلی افریقا د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۷ منډې جوړې کړې او افغان کرکټ لوبډلې ته یې د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه. په توپ اچونه کې عظمت الله عمرزي ۳، راشد خان دوه او فضل الحق فاروقي یوه ویکټ ترلاسه کړه. په دویمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې په توپ وهنه کې ټاکلې ۱۸۷ منډې وکړې، چې تر ټولو ډېرې منډې ۸۴ رحمن الله ګربز وکړې، لوبه مساوي او سوپر اور ته لاړه. په سوپر کې افغانستان په ۶ بالونو ۱۷، چې ۱۶ یې عضمت الله عمرزي او ۱ یې رحمن الله ګربز وکړه. سویلي افریقا په ۶ بالونو د ۱ لوبغاړي په سوځېدو ۱۷ منډې وکړې او لوبه بل سوپر اور ته لاړه. په دویم سوپر اور کې سویلي افریقا په ټاکلو ۶ بالونو کې ۲۳ منډې وکړې او ۲۴ یې هدف وټاکه.افغان لوبغاړو په ټاکلو ۶ بالونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله. محمد نبي عیسی خیل په لومړي بال کومه منډه ونکړه او په دویم کیچ اوټ شو. لومړی سوپر اور فضل حق فاروقي او دویم عضمت الله عمرزي وکړ.



