حلیم فدایي: د طاـ لبانو د سیاست پینځه بناوې

طاـ لبان به خپل نظام ته سقوط ورکړي، اما له لاندې پنځو ټکي به په هېڅ حالت کې تېر نه شي. لومړی: له ملا پرته له بل هېڅ افغان سره ګډ حکومت نه مني؛ ځکه دوی ځان اشراف او علما ګڼي، پاتې افغانان د ټولنې متوسطه او ټیټه طبقه بولي. نو یوازې دوی د واکمنۍ مستحق دي، یوازې دوی د مشورې اهل دي، او یوازې دوی له الله تعالی وېرېږي او یوازې دوی اهل حل او عقد دي. دا د دوی د ایمان او عقیدې برخه ده. دویم: دوی به هېڅکله د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو ته اجازه ورنه کړي؛ ځکه د دې بندول د دوی د ځینو فقهي فتواوو او روایتونو پر اساس دي. دوی اساساً مکتب او عصري علوم د کفارو علم ګڼي. بلکې علم هم نه، دا هنر بولي. دا فرض او ضروري نه ګڼي. د دوی له نظره، یوازې یوه کوچنۍ د سړو ډله هم د دې کار لپاره کفایت کوي. درېیم: د ښځو لپاره په سیاسي، ټولنیز او مدني فعالیت کې د مشارکت حق ورکول هېڅکله د دوی پر وړاندې روا نه دي. ښځې یوازې د دوی په اصطلاح او د دوی د خپل فقهي تعریف پر اساس د شرعي ضرورت لپاره له کوره وتلی شي، نور ښځه د کور ده او تر مرګه به د مېړه خادمه وي. ښځه د دوی له نظره هم د ټولنې په ټیټه طبقه کې ده، ناقصالعقله یې ګڼي، ملا دین محمد چې د ښځو په اړه کومه خبره کړې وه، هماغه د دوی عقیده ده: کالي او ډوډۍ ورکړه، نوره یې راڅملوه او جنسي اشتها پرې وباسه. څلورم: د رسنیو، فکر، عقېدې او هنرمندانو ازادي او پر دیني چارواکو نقد او نیوکه، پر دین او الله نیوکه بولي؛ ځکه دوی علما د الله خلیفهګان په ځمکه کې ګڼي، علما د دوی د تعبیر پر اساس د پیغمبرانو وارثان دي؛ نو د حکومت او وراثت وړ او اهل یوازې دوی دي.په دې میراث کې بل څوک نه ورګډوي. آیا ته د خپل مور او پلار په میراث کې له میراث وړونکو پرته بل څوک در ګډوې؟ ملایان هم حکومت او د دین تفسیر او تبلیغ د میراث په توګه یوازې د خپل ځان حق ګڼي. پنځم: دوی حکومت او نظام ته چې کله د اسلامي شریعت نوم ورکوي، مانا یې دا ده چې دا د الله نظام دی او دوی یې نمایندهګان دي. د دې نظام هره پرېکړه الهي امر او د شریعت تطبیق ګڼي. د دې پر وړاندې هر عادي مخالفت بغاوت او له دین څخه خروج بولي. دا ډول مخالفین واجبالقتل ګڼي. اوس کېدای شي په ځینو ځایونو کې د پورته موضوعاتو لپاره د موقت وخت لپاره تېر شي، اما دا یوازې هغه وخت وي چې دوی ته یا د دوی نظام ته خطر وي، یا په کې اقتصادي ګټې وي. دا ډول تېرېدنې دوی ځکه کوي چې وايي دلته د نظام مصلحت دی. ځینې خلک د دوی موقتي او تاکتیکي تېرېدنه د دوی د اصلاح او بدلون په مانا اخلي. دا هغه ټکی دی چې اکثریت افغانان او ځینې بهر مېشتي پرې غولېدلي دي یا پرې غلطېږي. نو که څوک په دې تمه وي چې ملاصیب به تغییر ومومي، دا هېڅکله امکان نه لري، ځکه پورته پنځه موارد د دوی د ایمان او عقیدې برخه ده. بلکې برعکس، د دوی په اصطلاح ډمان، تښتېدلي، کمپمېشتي، اینجياو بازان، غربمېشتي متقاعدین، مدني فعالان، پلاستیکي او ماشیني جنرالان او د پښتونیزم پلویان به هم کله د ډیورنډ پر سر په ډرامهیي اخودب او کله د عزیزي شرکت او کمپنۍ د غولوونکې تګلارې پر سر لا قصیدې او سندرې ورته پیل کړي. د طاـ لبان و د ایمان او عقیدې پورته سیاسي پنځه بناوې به لا مشروع او قانونمندې کړي. د ط ماهیت، حقیقت او واقعیت همدا دی. تاسو اوس د دوی د همدې ځانګړنو په رڼا کې خپل تصمیم ونیسئ. که تاسو هم دا ډول فکر لري، ایمان او عقېده لري، بیا ستونزه نشته. که مو دا عقېده او فکر مخالف وي، بیا هم ملاتړ کوي، نو دا منافقت او شخصي تجارت دی.



