سمه ییز خبرونه
پاکستان پوځ: د بلوڅ بېلتون غوښتونکو له خوا نیول شوي پوځیان نه پېژنو

بلوڅ پېلتون غوښتونکو د پاکستاني پوځ د نیول شویو غړو ویډیو خپره کړې او ویلې یې دي، ۷ ورځې وخت ورکوي، ترڅو د پاکستان پوځ سره د بندیانو په تبادله کې دا پوځیان خوشې کړي او که د پاکستان پوځ یې غوښتنه ونه مني، دا پوځیان به ووـ ژني؛ خو د پاکستان پوځ له یوې مخې پر دې پوځیانو منکر شوی او وایي، دا پوځیان لا پېژني نه. یاد پوځیان چې د تبادلې لپاره یې د ټاکلوشویو ۷ ورځو ۴ تیرې شوي، خپل د پوځ کارتونه او د پاکستان پېژندکارتونه په ویډیو کې ښکاره کوي او د پوځ له مشرانو په زاریو او ژړاوو غوښتنه کوي، چې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو خبره ومنۍ او د بندیانو په تبادله کې مو خوشې کړئ. دا چې د پاکستان پوځ به خپل دغه پوځیان د بلوڅ بېلتون غوښتونکو له ولکې خلاص کړي کنه لا معلومه نده.



