افغانستان
پي ټي ایم: د امریکا په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان پر افغانستان د پاکستان د یرغل خلاف لاریون وکړ

د امریکا په واشنګټن ډي سي کې د پي ټي ایم غړو او ګڼ شمېر افغانانو پر افغانستان د پاکستان د یرغل او د ملکي افغانانو په نښه کولو خلاف لاریون وکړ. د لاریون ګډونوالو د امریکا پر حکومت او د بشر حقونو په نړیوالو ادارو غږ وکړ، چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د ملکي خلکو کورونه بمبار کړي او په ګڼ شمیر کې بې ګناه ملکي وګړي پکې شهیـ دان او ټپیان شوي دي. دوي همداراز وویل، په مستعمره پښتونخوا کې هم هره ورځ د پاکستان پوځ ملکي پښتانه وژـ ني او کورونه یې ړنګوي، چې دا جنګي جنایت دی او نړیوال نور باید پدې اړه غلي پاتې نشي. د یادونې وړ ده، چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د پاکستان د دې یرغل پر خلاف لاریونونه شوي او په ځینو نورو کې هم اعلان شوي دي.



