سمه ییز خبرونه

د نظر خاوندان: محمود خان د عمران خان لپاره هره دروازه ټکوي خو د پښتنو فعالانو بندي کېدو په اړه چپ دی

په ټولنیزو روسنیو کې د نظر خاوندان او د پښتنو د حقونو فعالان نیوکه کوي، چې محمود خان اڅکزي د پښتنو پر سر ګټې کولې؛ خو اوس د خپل قام پر سر سودا ته ناست دی. دوي وایي، د عمران خان لپاره اڅکزی هره دروازه ټکوي، اعتراضونه کوي؛ خو د پښتنو د حقونو فعالانو، علي وزیر، حاجي صمد خان، نور الله ترین، حنیف پښتن او نور، چې د پاکستاني حکومت له خوا بې ګناه بندي شوي، پرې غلی دی. دوي وایي، اڅکزی یوازې او یوازې د خپل واک په غم کې دی او د پښتون قام په درد یې فکر هم دی خراب. محمود خان اڅکزي د پاکستان د اساسي قانون د خوندیتوب لپاره یو غورځنګ جوړ کړی او په خبره یې له هرڅه وړاندې ورته پاکستان مهم دی، پداسې حال کې، چې د پاکستان پوځ هره ورځ پښتانه وژـ ني، بې کوره کوي یې او د پښتنو سیمو ته تره ـ ګري راوړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button