افغانستان
کابل: ازربایجان ۱۴ تنه افغان بندیان خوشې کړي دي

د طاـ لبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پرله پسې هڅو وروسته پدې وتوانېدل، چې په ازربایجان هېواد کې ۱۴ تنه افغان بندیان د دې هېواد د مشرتابه د یو حکم پر اساس ازاد کړي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې هڅه روانه ده هلته د نورو بندیانو د دوسیو په څېړلو کې همکاري وکړي.



