افغانستان
کابل: د ترکيې iHH بشري بنسټ د بشري ډيپلوماسۍ مشر عبدالله التای امير خان متقي سره کتلي

پدې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې عبدالله التای په افغانستان کې د خپلو بشري فعاليتونو او همداراز راتلونکو پلانونو په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل. د بهرنیو چارو وزیر د iHH له بشري مرستو د مننې ترڅنګ په افغانستان کې د ترکيې د ګڼو دولتي او نادولتي خيريه ټولنو مرستې ګټورې بللې او له خپله اړخه يې د ملاتړ ډاډ ورکړی.



