افغانستان

کابل: د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غړي د لمریزې برېښنا د تولید او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر دوو پروژو سلا کړې

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه چې په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه، د لمریزې پرېښنا د تولید او یو سوداګریز مارکیټ د جوړېدو په طرحه یې بحث وکړ او سره سلا شوي دي. په اعلامیه کې راغلي، په دې غونډه کې همداراز په فراه، دایکندي، غور، زابل او ارزوګان ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید او په بټریو کې د برېښنا ذخیره کولو د سیسټم پر طرحه هم بحث وشو او د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده سپارل شوې، څو د یادې طرحې وړاندې کوونکي شرکت ته له مشخصو شوو ولایتونو یوڅو ولایتونه په نښه او له بحثت ورسته یې راپور وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button