نړیوال خبرونه
کارولین لیویت: د ګازو او تیلو قیمتونه په موقت ډول لوړ شوي دي

د سپینې ماڼۍ واندې کارولین لیویت د امریکا ولس ته په وینا کې ویلي، چې پدې هېواد کې د ګازو او تیلو قیمتونه په موقت ډول پورته شوي او ایران سره له جګړې وروسته به دا قیمتونه ډېر کم شي. نوموړې ویلي، امریکایان دې اندېښنه نه کوي او هرڅه به ژر سم شي. د یادونې وړ ده، چې پر ایران د امریکا او اسرایلو له بریدونو سره سم په ټوله نړۍ کې د ګازو او تېلو قیمتونه لوړ شوي، چې ورځنۍ چارې یې د خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.


