سپورت

کرکټ: افغان کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته په لومړۍ لوبه کې په ۳۸ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او ویسټ انډیز د شل اوریزه لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ویسټ انډیز ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړه.افغانستان په توپ وهنه کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۱ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۸۲ منډې هدف ورکړ.ویسټ انډیز لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۳ منډې وکړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته وبایلله.پدې لوبه کې ابراهیم ځدران ۸۷ او درویش رسولي ۸۴ منډو په کولو سره ښه لوبه وکړه.په توپ اچونه کې ضیا الرحمن شریفي ۳، مجیب ځدران ۲، راشد خان ۲ ، نور احمد ۱ ویکټ په اخېستلو سره لوبه په خپله ګټه تمامه کړه.دا لوبې د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button